کمبودیا: حکومت او مخالفان یې خبرې کوي

د کمبوډیا لومړي وزیر هون سین او حکومت مخالفې ډلې مشر سام رینسي په جولای میاشت کې د تر سره شویو ټاکنو پر سر د رامنځ ته شوې لانجې د اواري په اړه تازه خبرې اترې کړي دي.

دواړو مشرانو دغه ناسته یوه ورځ وروسته له هغې کړې، چې د همدې مسالې پر سر د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ راپورته شویو شخړو کې یو تن ووژل شو.

مظاهره چیانو د ټاکنو د هغو پایلو پر ضد اعتراض کاوه، چې له مخې یې لومړي وزیر او د ده کمبودیايي ولسي ګوند ته کوچنی بری ور په برخه شوی و.

ښاغلی رینسي وايي، چې دغه ټاکنې له درغلیو ډکې وې. د یکشنبې په ورځ زرګونه خلک د کمبوډیا پلازمېنې پنوم پېن ته له همدې امله د اعتراض په ډول راوتلي وو.