سوریې، ترکیې کې د خپلې چورلکې ویشتل وغندل

سوریې د ترکيې هغه ګام غندلی چې د سرحد په خپله خوا کې یې د سوریې یوه پوځي چورلکه ویشتلې ده. سوریې ویېلي، دغه چورلکه د ترهګرو په لټه وه چې په تېر کې یو څه د ترکیې له هوايي پولې ور اوښتې وه.

د سوریې وسله والو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویېلي، د ترکیې له دغه چټک غبرګون څخه داسې ښکاري چې د دغه هېواد د حکومت اصلي موخه په سرحدي سیمه کې د شخړو زیاتول دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویېلي، د یادې چورلکې پېلوټ ته په وار وار خبرداری ورکړل شوی و او کله چې د ترکیې قلمرو ته دوه کلومتروه دننه راغله، وویشتل شوه.