اتریش کې د څلورو کسانو قاتل مړ موندل شوی

اتریش کې پولیسو د هغه سړي سوځېدلی مړی موندلی چې څلور کسان یې په ډزو ووژل او بیا یې ځان په خپل کور کې بند کړ او ځان ته یې اور ورکړ.

کمانډو پولیسو د مېلک سیمې په یوه کلیوال کور کې د دغه تن مړی له څو ساعته لټې وروسته وموند.

دغه پېښه د دوشنبې په ورځ ناوخته هغه مهال پیل شوه چې یاد شوي سړي د پولیسو پر هغې ګزمې ډزې وکړې چې د داړه مارانو د نیولو لپاره راوتې وه.

دغه کس یو پولیس افسر او یو ډاکټر ووژل. بیا یې د پولیسو یو موټر وتښتاوه، یو پولیس یې وواژه او یو بل یې یرغمل کړ.

یرغمل شوی کس وروسته د دغه سړي په کور کې مړ وموندل شو.