نایجریایۍ د مسلمانو ښځو د ښکلا ملکه شوه

د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د نایجریا یوه ۲۱ کلنه مسلمانه اوبابي عایشه اجیبولا د مسلمانو ښځو د ښکلا سیالۍ لومړي پړاو ملکه اعلان شوه.

نوموړې ته مکې مکرمې ته د تګ او د اسلامي سپېڅلیو ځایونو د زیارت لپاره د لګښت پرې کولو جایزه ورکړل شوه.

په دې سیالۍ کې د نړۍ له ګڼو هېوادونو ۵۰۰ نجونو ګډون کړی و، چې اصلي شرط په کې د حجاب سم مراعاتول او د تقوا ازموینه وه.

له ایران، مالیزیا، برونای، نایجریا، بنګله دېش او اندونیزیا څخه ۲۰ نجونې د سیالۍ وروستي پړاو ته وټاکل شوې.