فاریاب: د نوم ثبتولو کارکوونکي نه دي خوشي شوي

د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې چارواکي وايی د ټاکنو لپاره د نوم ثبتولو دوه کارکوونکي لاهم د طالبانو په ولکه کې دي او دوی یې د را خلاصولو هڅه کوي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د دې کمېسیون د نوم ثبتولو د څانګې څلورکارکوونکي وتښتول شول خو څو ساعته وروسته دوه تنه یې چې میرمنې وې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.

دغه کسان د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې هغه مهال وتښتول شول چې خپلو کورونو ته پر لاره وو.

په فاریاب ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د څآنګې رييس محمد امان د پاتې کسانو د راخوشې کولو لپاره د روانو هڅو په اړه بی بی سی ته وویل:

"د سیمې له مخورو او مشرانو سره مو وکتل، هغوی وویل د طالبانو له خوا د فاریاب ولایت لپاره، په نوم والي، کوم ځای ته تللی چې کله هغه راشي نو پاتې کسان به هم خوشې شي."