عراق کې ځانمرګي د سنيانو جنازې پر مهال ۱۶ کسان وژلي

په عراق کې لږترلږه ۱۶ کسان هغه مهال وژل شوي چې يو ځانمرګي بريدګر په پلازمېنه بغداد کې د يوې جنازې پر مهال له سني وير کوونکو ډکې خېمې دننه والوځاوه.

راپورونه وايي په دغه بريد کې چې د دوره سيمه کې شوی څه د پاسه ۳۰ نور ټپيان شوي هم دي.

دغه چاودنه يوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې څه د پاسه ۷۰ کسان د پلازمېنې څنډې شيعه مېشتې مدينة صدر سيمه کې د يو بريد پر مهال ووژل شول.