جرمني پارلماني ټاکنې کوي

په جرمني کې رایه ورکوونکي د پارلمان د نویو غړیو د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې برخه اخلي، دوی به پریکړه وکړي چې لومړۍ وزیره انګیلا میرکل د دریم ځل لپاره په واک کې پاتې شي او کنه؟

تمه ده چې د میرکل دموکرات عیسوي ګوند ډیرې رایې تر لاسه کړي.

خو د میرکل غوڅ بریالیتوب د هغې د اتلافي غړي د ازاد دموکرات ګوند د رایو پورې اړه لري چې وبه کولی شي کافي رایې تر لاسه کړي؟

که داسې ونه شي نو میرکل به اړشي چې د سوسیال دموکرات ګوند په څیر له خپلو سیالانو سره ایتلاف وکړي.