په ډاکه کې د جامو جوړونکو احتجاج

د بنگله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د جامو جوړولو د کارخانو قهرژلي کارگر د تنخوا د تر ټولو ټيټې کچې پر سر د خپل روان احتجاج په دريمه ورځ سړکونه وتړل او له پوليسو سره ونښتل.

پوليس وايي په دغو نا آراميو کې لسگونه کسان ژوبل شوي دي.

دغه کارکوونکي غواړي د دوى د مياشتنۍ تنخوا تر ټولو ټيټه کچه له ٣٨ ډالرو نه سلو ته پورته شي.