پر محصلې بريد کوونکي د محکمې پرېکړه ننګوي

د هند په پلازمینې ډيلي کې هغو څلور تنو چې پر یوې ښځینه زده کوونکې د جنسي تیري او د هغې د وژلو په تور په مرګ محکوم شوي وو د محکمې د حکم ننګول پیل کړي دي.

دغه کسان د پولیسو په بدرګه، د امنیتي ځواکونو، خبریالانو او لاریون کوونکو په ګڼې ګوڼې کې له بس موټره د نوي ډيلي د سترې محکمې په لور پلي ولاړل.

ستره محکمه به د حکم د تایید لپاره میاشتو وخت ته اړتیا ولري چې چې دلیلونه او شواهد وګوري.