کرزی د سياسي او اقتصادي خبرو لپاره چين ته لاړ

افغان ولسمشر حامد کرزی نن په څلور ورځني رسمي سفر چين ته ولاړ.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلی کرزی به په دغه سفر کې له چينايي چارواکو سره د سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او فرهنګي اړيکو د لا غوړېدو په اړه وغږېږي.

ولسمشر کرزی به دغه راز د دغه سفر په لړ کې د اروپا ـ اسيا په اقتصادي کنفرانس کې ګډون او وينا وکړي.

ښاغلی کرزی پر داسې مهال چين ته سفر کوي چې د نړۍ ډېری ولسمشران د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته ورغلي، خو په دغه غونډه کې به د افغانستان استازيتوب د هېواد د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول کوي