بغداد کې بمي چاودنو لږترلږه ۲۰ کسه وژلي دي

د عراق د پلازمینې بغداد په یوه مارکیټ کې د چاودنې له امله له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د بغداد د شمال یوه مارکیټ کې د څو بمونو د چاودنې له امله لږترلږه ۱۵تنه ووژل شول.

په داسې حال کې چې اووه تنو نورو د بغداد په ګاونډ دوارا کې په یوې بلې چاودنې کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په عراق کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په توکمیز تاوتریخوالي کې تر ۴۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

زیاتره بمي چاودنې په القاعدې پورې د تړلو سني ډلو له خوا شوي، خو یو شمېر نورې یې بیا د شیعه وسله والو له خوا شوي دي.