پر کونړ تازه راکټي بريدونو يوه ښځه وژلې ده

د افغانستان له ختيځ ولايت کونړ نه راپورونه وايي چې يو ځل د ډېورنډ له بلې غاړې توغندي پرې توغېدلي.

ځايي چارواکي وايي په سرګاڼو ولسوالۍ د لګېدلو توغنديو له امله یوه ښځه وژل شوې او څلور تنه نور ټپیان دي.

ټپیان د کونړ مرکز اسعد آباد روغتون لېږدول شوي دي.

له تېرو نژدې دوو کلونو راهيسې د پاکستان له لوري پر افغانستان توغندي توغول کېږي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.