سعودي کې د ښځو د موټر چلولو لپاره کمپاین پیل شوی

په سعودي عربستان کې د ښځو د موټر چلولو د حق لپاره نوی کمپاين پيل شوی او په ملاتړ يې تر اوسه ۱۱زره لاسليکونه راټول شوي دي.

دغه کمپاين د اکتوبر ۲۶مې ټاکلې چې سعودي کې ښځې ووځي او د هېواد غير رسمي بنديز ته پروا ونه کړي او موټر وچلوي.

د انټرنیټ له لارې دغه کمپاين د سعودي پر حکومت غږ کړی که ښځې له موټر چلولو بې برخې کوي، نو معتبر او قانوني دلايل دې وړاندې کړي.

دا د موټر چلولو د بنديز ماتولو په تړاو د سعودي ښځينه فعالينو وروستۍ هڅه ده.

په تېرو دوو لسيزو کې هغو ښځو چې موټر چلول نيول شوي او يا هم له دندو شړل شوې دي.