د م، م کارپوهان د سوریې کېمیاوي وسلې ګوري

د ملګرو ملتو د وسلو کارپوهان به د راتلونکې اوونۍ په لومړيو کې د سوريې د کېمیاوي وسلو زیرمې وګوري.

د کېمياوي وسلو څارونکې نړیواله ډله به نن ناوخته وړاندیز شوې مسودې ته رايه ورکړي او له کارپوهانو به وغواړي چې راتلونکې سې شنبه خپل کار پيل کړي.

نن به په امنيت شورا کې هم د هغه پرېکړه ليک پر مسودې رايه واچول شي چې د سوريې د کېمياوي وسلو د له منځه وړلو په اړه روسيې او امريکا پرې اختلاف درلود.

په خپله په سوريه کې، د ملګرو ملتو کارپوهان وايي د هغو اوو ځايونو پلټنه يې نژدې بشپړه کړې چې د کېمياوي وسلو د بريدونو ادعا په کې شوې ده.