ايټاليا کې د بېرلسکوني وزيرانو له حکومته استعفا کړې

په ايټاليا کې د سېلويو بېرلېسکوني مرکزي ښي اړخه ګوند (پي ډي اېل) وزيرانو له ائتلافي حکومته د استعفا اعلان کړی دی.

دغه ګوند ويلي دغه ګام د لومړي وزير اېنرېکو لېټا هغه ګواښ ته په ځواب کې پورته شوی، چې ويلي يې وو که د باور رايې ورکولو راتلونکي پړاو کې يې روښانه ملاتړ ترلاسه نه شوی کړی، له دندې ګوښه کېږي.

ښاغلي لېټا دغه ګوتڅنډنه د شپې ناوخته مهال د کابينې له توندې غونډې وروسته وکړه چې د بوديجې تدبيرونو پر يوې مهمې ټولګې موافقې کې پاتې راغله.

په روم کې د بي بي سي خبريال وايي داسې ښکاري چې دا په اوسنۍ بڼه د حکومت پای دی، او داسې ښيي چې تازه ټاکنې يوه ريښتينې شونتيا ده.