چین ۳۰۰ ماشومان تښتوونکي نیولي

په چین پولیسو د څه باندې ۹۰ ماشومانو ژوند ژغورلی او د ماشومانو ۳۰۰ تښتوونکي یې، د ماشومانو د تښتوونکو پر وړاندې په تازه عملیاتو کې نیولي دي.

د چین د امنیت وزارت ویلي په یوولسو ولایتونو کې پولیسو د ماشومانو د تښتولو، پلورلو او پېرلو د شبکو په له منځه وړلو کې برخه لرله.

د دغه وزارت چارواکو ویلي د ماشوماتو تښتوونکي د چین په سوېل کې ماشومان تښتوي او بیا د چین نورو سیمو د پلورلو لپاره لېږدوی.

د بې وزلۍ، د ماشومانو د لرلو په اړه د چین سخت قوانین او د نجونو په پرتله هلکانو ته زیاته پاملرنې په ګډون یو شمېر لاملونو ته په کتو د ماشومانو تښتول په دې هېواد کې لویه ستونزه ده.