بان کي مون د سوري اپوزیسیون له مشر سره کتلي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، نیویارک کې د سوري اپوزیسیون ایتلاف له مشر احمد الجربا سره لیدلي دي.

د دغې لیدنې هدف سوریې کې د جګړې ختمولو لپاره د نویو دیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده. له غونډې وروسته ښاغلي مون په یوه پیغام کې وویل، ښاغلي الجربا د نومبر میاشتې په نیمايي کې ژنیو دوه نومې سولې کنفرانس ته د یوه پلاوي لېږلو لپاره چمتو والي څرګند کړ.

عمومي منشي زیاته کړه، د سوریې پر اپوزېسیون اییتلاف یې غږ کړی، چې د سولې کنفرانس لپاره له نورو اپوزېسیون ډلو سره په همغږۍ، د یوه متفقه پلاوي لېږلو لپاره هڅې وکړي.