د نيجېريا چارواکي وايي پر پوهنځي بريد پر مهال هېڅ امنيت نه و نيول شوی

په نيجېريا کې چارواکي وايي د يوبې ايالت کرنې هغه پوهنځي کې چې د يکشنبې پر ورځ په کې ۵۰ زده کوونکي د خوب پر مهال په ډزو ووژل شول، هېڅ امنيت نه و نيول شوی.

د يوبې ايالتي حکومت ځانګړي سلاکار عبد الله بېګو بي بي سي ته وويل دوی به له پوځي چارواکو سره د خوندنديتوب او ساتنې پر چارو کار وکړياو نور ښوونځي به ونه تړي.

ده وويل دا هغه څه دي چې ترهګری يې، لکه څنګه يې چې ده يادونه وکړه، غوښتنه کوي.

بوکو حرام هغه ډله چې په نيجېريا کې د اسلامي دولت جوړولو لپاره جنګېږي، د حکومت پوځی عملياتو په ځواب کې يې په تېرو څو مياشتو کې پر ملکيانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

داسې شک کېږي چې د يکشنبې بريد هم دوی کړی وي.