افغانستان له کېنيا سره ۲۰ اووريزه لوبه کوي

د افغانستان او کېنيا ترمنځ د څلورو لوبو سيالۍ نن په يوه شل اووريزه لوبه د عرب اماراتو په شارجه کې پيلېږي.

افغانستان به په راتلونکو څو ورځو کې له کېنيا سره يوه شل اووريزه، دوه يو ورځنۍ او يوه څلور ورځنۍ لوبې وکړي.

له کينيا سره دوه يو ورځنۍ لوبې د کرېکټ د راتلونکي نړیوال جام لپاره ډېرې مهمې دي او که دواړه يو ورځنۍ لوبې يو پر بل پسې وګټي افغانستان نړیوال جام ته لار مومي.

افغان کرېکټ لوبډله: افسر ځاځی، اصغر ستانکزی، حميد حسن، حمزه هوتک، حشمت الله شهيدي، عزت الله دولتزی، جاويد احمدي، کريم صادق، ميرويس اشرف، کپتان محمد نبي، محمد شهزاد، محمد نسيم، نوروز منګل، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، سميع الله شينواری، شاپور ځدراڼ او يمين احمدزی.