نتنياهو پر ايران د بنديزونو ساتلو غږ کړی

د اسرایلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر ایران د اتومي پروګرام د خبرو اترو په بهیر کې د سختو بندیزونو دساتلو غږ وکړ.

ښاغلي نیتانیاهو وویل که ایران اتومي فعالیتونو ته دوام ورکړي نو باید بندیزونه هم پراخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا او ايران دواړو ويلي چې د تهران اتومي لانجه کېدای شي په څو مياشتو کې هواره شي.

ايران وايي اتومي پروګرام يې د سوله يیزو مقاصدو لپاره دی، خو امريکا، اسراييل او نور لويديځ هېوادونه پرې شک کوې، چې ښايي اتومي وسلې جوړې کړي.