د یونان پارلمان ۴ تورن استازي محاکمه کېږي

د یونان د پارلمان څلور استازي چې د نیونازي غړیتوب لري او تېره اونۍ نیول شوي وو، د نن ورځې په وروستیو کې به محکمې ته حاضر شي چې د خپلې دفاع لپاره دلیلونه ووايي.

پر دوی تور دی چې له جنایتکارو ډلو سره د تړاو تر څنګ یې په وژنو، بریدونو او پیسو په مینځلو کې لاس درلود.

د طلايي سهار ګوند غړي د هغوی له مشر او استازو سره نیول شوي دي.

پولیسو دوی د بې سارو عملیاتو په ترڅ کې ونیول.

یوه لوړپوړي یوناني څارنوال ویلي د طلايي سهار ګوند غړو پوځي روزنې لیدلي او پر بهرنیانو یې ګڼ وحشیانه بریدونه کړي دي.