د کونړ د ملي امنیت څارنوالۍ مشر وژل شوی

د کونړ ولایت د ملي امنیت د څارنوالۍ رییس نن سهار هغه مهال ووژل شو چې له کور د کار په لور روان وو او د لارې په اوږدو کې پرې د ماین چاودنه وشوه.

ښاغلی ملنګ له ډېرو کلونو راهیسې د کونړ د ملي امنیت څارنوال وو.

طالبانو ددغه برید پړه غاړه اخیستې ده.

بل پلو د نیمروز ولایت امنیتي چاوراکي وايي د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې څه باندې اووه سوه کلیو ګرامه مخدره مواد نیولي دي.

چارواکو ویلي په نیول شویو مخدره موادو کې ۷۰۰ کیلو ګرامه تریاک او ۴۶ کیلو ګرامه هیرویین پوډر شامل دي. د دغو موادو د قاچاق په تور درې تنه له دوه میله وسلو سره نیول شوي دي.