د افغانستان او کېنيا کرېکيټ لوبه روانه ده

د افغانستان او کېنيا د کرېکېټ لوبډلو ترمنځ لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه نن د متحد اماراتو په شارجه لوبغالي کې پيل شوې ده.

کېنيا لومړۍ لوبه وکړه او تر اوسه يې ۲۷ منډې کړي او پنځه لوبغاړي يې سوځېدلې دي.

حميد حسن درې کېنيايي لوبغاړي سوځولي دي.

تر اوسه لس اوورونه شوي.

افغان لوبډلې له کېنيا سره لومړنۍ شل اووريزه لوبه هم د ۱۰۶ په توپير وګټله.