امریکا د وینزویلا ۳ دیپلوماتان وباسي

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په واشنګټن کې اعلان کړی له وینزویلا څخه د دریو امریکايي دیپلوماټانو د ایستلو په غبرګون کې درې وینزیولايي دیپلوماتان له خپلې خاورې باسي.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي داسې شواهد لري چې امریکايي دیپلوماتانو د برېښنا شبکې د ویجاړولو لپاره ونزویلايي شرکتونو ته بډې ورکړي چې خپل تولیدات هم کم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات دغه څرګندونې رد کړې دي او د ورته ګام په پورته کولو یې خواشیني څرګنده کړې ده.

ددوی وايي درې وینزویلايي دیپلوماتان اته څلوېښت ساعته وخت لري چې هېواد یې پرېږدي. دواړه هېوادونه له ۲۰۱۰ کال راهیسې د یو بل په هېواد کې سفیران نه لري.