په لېبيا کې د روسيې پر سفارت بريد شوی دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، وسله والو په لیبیا کې د دغه هېواد پر سفارت برید کړی دی.

دغه وزارت وايي، په پلازمېنې طرابلس کې د دوی سفارت تر برید لاندې راغی او وسله والو هڅه کوله چې ودانۍ ته یې ورننوځي.

عبدل البدنوني د امنیتي ځواکونو یو غړی دی. دی وايي، کله چې برید کوونکي د سفارت خوا ته ورغلل، دوی ور وغوښتل شول.

دی وايي، موږ هغه مهال دلته راورسېدو چې مالومات مو تر لاسه کړل، چې په لاسي بمونو او کلاشینکوفونو سمبال وسله وال په موټرو کې دلته راغلي دي. دوی پر سفارت ډزې وکړې او د سفارت امنیتي کسانو پر دوی ډزې وکړې.

په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي، د سفارت شاوخوا په ګڼ شمېر کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او وضعیت اوس ارام ښکاري. ویېل کېږي، چې په دغه برید کې د روسیې سفارت کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی.