په نیجریا کې یوه مساپر وړونکې الوتکه لوېدلې

د نیجریا چارواکي وايي لږترلږه ۱۳ کسان د لاګوس په ښار کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدلو له امله وژل شوي دي.

د اسوشیېټېډ هوايي شرکت الوتکه چې ۲۰ سپرلۍ په کې وې له الوتلو څو شیبې وروسته پر ځمکه ولوېده او اور یې واخیست.

د نیجریا د هوايي چلن وزیر وايي د ژغورنې چارې روانې دي او څو کسان ژغورل شوي دي.

د بېړنیو چارو ډلو د الوتکې تور بکس موندلی دی.

په لاګوس کې د بي بي سي خبریال وايي دا پېښه به د نیجریا د کمزوري هوايي خوندیتوب په اړه نوې پوښتنې راپورته کړي.