نايجريا کې ښوونکي او زده کوونکي په نښه کېږي

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په شمالي نایجېریا کې وسله وال په لوی لاس د ښوونځیو ماشومان او ښوونکي په نښه کوي.

دغه بنسټ وايي، په وروستیو کلونو کې اورپکو په دغه سیمه کې سلګونه ماشومان او ښوونکي وژلي او زرګونه نور یې د ښوونځیو پرېښولو ته اړ کړي دي.

د بښنې سازمان په یوه نوي رپوټ کې ویلي، اورپکي په زیاتېدونکي ډول بې رحمه بریدونه تر سره کوي او د ژوند او زده کړو له حقه بشپړه سرغړونه کوي.

په یوه وروستۍ پېښه کې وسله والو د شمالي نایجېریا په یوې کرنې لېسه کې کابو پنځوس زده کوونکي ووژل.

د بوکو حرم په نامه یوې اورپکې ډلې په وروستیو میاشتو کې ډېر ښوونځي په نښه کړي دي.