اېټاليا:لامبو وهوونکو نور ۸۳ مړي راوېستلي

په ایټالیا کې لامبو وهونکي د هغې کښتۍ د دري اتیا مړو په راویستو بریالي شوي چې پر کډوالو بار وه او د تېرې پنجشنبې په ورځ له لامپېدوسا ټاپو سره نږدې سمندر کې ډوبه شوه.

داسې وېره شته چې په دغه پېښه کې تر ۳۰۰ زیات افریقايي کډوال وژل شوي دي.

د حکومت یوه وزیر د ایټالیا د کډوالۍ په قوانینو کې د اسانتیا راوستو غوښتنه وکړه. د یوووالي وزیر سیسیل کیینګی د مړو د راویستو پر مهال په ساحل کې موجود و.

ښاغلی کیینګی د ایټالیا لومړی تورپوستی وزیر دی چې سږکال پر دې دندې وګومارل شو او له نژادي ربړونې سره مخ شوی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د کډوالۍ قوانین باید ظالمانه نه وي