د چین پر سوېلي سیمو د 'فیټو' توپان څپې

د چین رسمي دولتي اژانس شینخوا وايي، د دغه هېواد په سوېل ختیز ښار وینژو کې د فیټو په نامه یوه توپان لږ تر لږه دوه تنه وژلي دي.

د دغه هېواد د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، فیټو توپان داسې بادونه رامنځته کړي، چې سرعت یې په یوه ساعت کې تر یو سلو پنځوس کلومترو رسي او په سوېل ختیز ساحل کې یې ځمکښوېدنه رامنځته کړې.

حکومتي چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې له ژیژیانګ ایالته تر نیم میلیون او له فوجیانه تر یو سلو اویا زره زیات وګړي ویستل شوي دي.

د چټکو اورګاډو چوپړونه درول شوي او د توپان د لارې په پنځه دېرشو ښارونو کې د اورګاډي سیمه ییز چوپړونه له خنډونو سره مخامخ شوي دي.