برما کې د ۵۶ سیاسي بندیانو خوشي کول

د برما ولسمشر د خپلې هغې ژمنې ترسره کولو پربنسټ د ۵۶ لږکیو جلا غوښتونکو سیاسي بندیانو د خوشي کولو امر کړی، چې وايي د روان کال ترپایه به د واکمن نظام ضد ټول بندیان خوشي کړي.

ولسمشر تین سین دا څرګندونې برونای کې د سوېل ختيځې اسیا د مشرانو یوې غونډې ته کړې دي.