مصر کې حکومت ضد تازه مظاهرو کې شخړې وشوې

د مصر په پلازمېنه قاهره کې د پوهنتونونو مخې ته مخالفو فعالانو د حکومت او پوځ پر ضد مظاهرې کوي.

د د قاهرې شمال لور ته د زقازق پوهنتون مخې ته اته کسان د اخوان المسلمین د پلویانو او مخالفینو ترمنځ په شخړو کې ټپیان شول.

د قاهرې پوهنتون مخې ته بیا ۳۵ کسان نیول شوي دي.

د پلازمېنې سویلي لور ته د هیلوان پوهنتون مخې ته هم مظاهره شوې.

د تېرې یکشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو او حکومت ضد مظاهره کوونکو ترمنځ په شخړو کې لسګونه کسان ووژل شول.

یوه ورځ وروسته د دوشنبې په ورځ په دوو بېلا بېلو بریدونو کې نهه امنیتي کسان ووژل شول.