حامد کرزي له ډېوېډ کيمرون سره خبرې کړي دي

افغان ولسمشر حامد کرزي د برتانيا له لومړي وزير ډيوېډ کېمرون سره تېره شپه پر ټيليفون خبرې کړي دي.

دواړو مشرانو د اسلامي نړۍ په نهمه اقتصادي غونډه او د افغانستان، پاکستان او برتانيا ترمنځ په درې اړخيزه ناسته کې د ګډون او برتانيا ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه غږېدلي دي.

ښاغلي کېمرون هيله څرګنده کړې چې د افغانستان، پاکستان او برتانيا ترمنځ راتلونکې درې اړخيزه غونډه به د افغانستان او پاکستان لپاره مثبتې پايلې ولي.

حامد کرزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو په ښه والي کې د برتانيا د حکومت او په ځانګړي ډول د ډېوېډ کېمرون له هڅو مننه وکړه.