"که پر بوديجه موافقه ونه شي ستونزه پراخېږي"

ولسمشر اوباما د جمهوري غوښتونکو پر مشرانو فشار راوړي چې د امریکا د پورونو د کچې په اړه یوې موافقې ته ورسیږي او خبرداری ورکوي که دوی په دې کار کې بریالي نه شي نو اقتصادي بحران به بیا راشي.

ښاغلي اوباما جمهوري غوښتونکي له یرغمل نیونکو سره پرتله کړل، خو وايي د بحث لپاره تیار دی.

د جهموري غوښتونکو سناتور جان بوهېنر ولسمشر اوباما تورن کړ چې غواړي چې پرته کوم شرطه ورته تسلیم شي.