اسماعيل خان: 'د بښنې غوښتلو اړتيا نه وينم'

د اسلامي جمعیت ځواکمن غړي محمد اسماعیل ويلي اړتيا نه ويني چې د کورنيو جګړو په اړه بښنه وغواړي.

محمد اسمعيل چې د راتلونکي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د عبد رب الرسول سياف لومړي مرستيال دی، بي بي سي ته په مرکه کې ويلي هغه څیرې چې د افغانستان د ژغورنې سبب شوي، دې ته اړتیا نه لري چې له خلکو بښنه وغواړي.

ده وویل د جنرال دوستم له خوا د جګړې له قربانیانو څخه د بښنی د غوښتلو په اړه قضاوت نه کوی.

اسماعیل خان د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته د افغانستان په لویدیځ کی د جنبش، اسلامي حزب او طالبانو له پلويانو سره جنګیدلی دی.