کردستان کې د پاسداران ځواک پنځه غړي وژل شوي

د کردستان پاسداران ځواکونو ویلي، چې له وسله والو سره نښته کې یې څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پېښه د کردستان شهرستان په ساوان سیمه کې رامنځ ته شوې، خو د پېښې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

"د کردستان استاد بیت المقدس ساتونکو" یوې خبرپاڼې ویلي، د پنجشنبې ماسپښین په دې نښته کې ټپي شوي کسان روغتون ته وړل شوي.