د سږ کال د نوبل نړیوالې جایزې اعلان

ټاکل شوې د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د سږ کال لپاره د سولې د نوبل نړیوالې جایزې ګټونکی په څو ساعتونو کې اعلان شي.

د مېرمنو د زده کړو لپاره د حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ او د زبر زنا ښکار شویو سره مرسته کونکی ډاکټر ډېنس موکویګي، د سږ کال نوبل جایزې لپاره تر ټولو وړ کسان بلل کېږي.

د سږ کال لپاره ۲۵۹ کسان، دغې جایزې ته کاندید شوي دي.

د کاندیدانو نومونه له جایزې ګټلو مخکې په رسمي توګه نه افشا کېږي.

د امریکايي استخباراتو د پخواني کارکوونکي چیلسي منېنګ نوم هم د کاندیدانو په نوملړ کې شامل دي، چې ویکيلیکس وېبپاڼې ته یې محرم اسناد ورکړي وو.