له کډوالو ډکه ېوه بله بېړۍ هم ډوبه شوه

د ايټاليا او مالتا د سمندر غاړو ساتونکو د هغې ډوبي شوې بېړۍ د سپرليو ژغورنې عملياتو ته دوام وړکړى چې د تونس او سيسيلي ترمنځ ډوبه شوه.

د دغې بېړۍ له وړتيا نه زيات شمېر کډوال په کې سپارۀ و.

د مالتا لومړي وزير جوزف مسکاټ وويل تر اوسه ٢٧ مړي موندل شوي او ٢٠٠ کسان له پېښې ژوندي وتلي دي.

ښاغلي مسکاټ وويل د افريقا لويې وچې ته نږدې بهيدونکي اوبه په يوې اديرې بدلېږي.

ښاغلي مسکات وويل اروپايان بايد په دې وشرمېږي چې په دغه راز يو لړ پېښو کې سلگونه کسان ووژل شول.

نوموړي زياته کړه چې اروپايي ټولنه بايد د دغې ستونزې د هوارولو لپاره يو اوږدمهالى حل ومومي.

تېره اوونۍ هم شاه و خوا ٣٠٠ کډوال هغه مهال مړه شول چې د دوى کښتۍ د ايټاليا لمپې دوسا ټاپو سره ډوبه شوه.