نوبل جايزه کيمياوي وسلو پلټونکو وگټله

د نوبل سږنۍ جايزه د کيمياوي وسلو د مخنيوي ادارې ته ور په برخه شوه. دغه ټولنه اوسمهال په سوريه کې د زهرجنو غازو د زيرمو ويجاړولو بهير څاري. د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د نوبل کميټې د جايزې د اعلانولو پر مهال د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو په برخه کې، د دغې ټولنې پراخ کار وستايه. د کيمياوي وسلو د مخنيوي ټولنې غړي مالک الهى بي بي سي ته وويل په سوريه کې د دغې ټولنې روان فعاليت ښايي د نوبل د کميټې پر پرېکړې اغېز پرې ايستى وي.