جاپان کې سېلابونو ۱۳ کسان وژلي

په جاپان کې د سیلابونو او ځمکې ښووېدنې له امله دیارلس تنه وژل شوي اوڅلوېښت تنه نور ورک دي. دا له تېرو څو کلونو راهیسې تر ټولو سخت توپان دی چې دغه هېواد ځپي.

د ویفا نومي/توپان اوس د ځبل شوې فوکوشیما اتومي بټۍ په لور مخه کړې ده، چېرې چې د نورو سیلابونو د مخنیوي لپاره د باران اوبو د ایستلو لپاره واټرپمپونه اوبه بهر باسي.

په ټول جاپان کې د سخت باد او باران له امله ترانسپورتي چارې له ستونزو سره مخ شې دي.