انټرنټ: د ميليونونه کسانو ژوند ژغورلای شي

د نړیوال سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو خبرداری ورکړی، چې مالوماتۍ ټکنالوژۍ ته د لاسرسي کموالی میلیونونه خلک د طبعي پېښو له ګواښ سره مخامخوي.

په یوه نوي رپوټ کې راغلي، چې موبایل ټیلیفون، انټرنېټ او ټولنیزې رسنۍ په دې برخه کې ډېره مرسته کولای شي.

په دغه رپوټ کې راغلي، تېر کال په فیلیپین کې د بوفا توپان د راتګ پر مهال ټویټر او نورو برېښنايي پیغامونو د زرګونو خلکو ژوند وژغوره.