په عراق کې ځانمرګي بريد ۱۵ کسه وژلي دي

په عراق کې پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه پنځلس کسان وژلي دي.

ویل کېږي چې ځانمرګي بریدګر خپل له چاودېدونکو توکیو ډک موټر ته په موافقیه کلي کې چاودنه ورکړې ده.

په دغه سیمه کې د عراق د شیعه مذهبو وګړو د شبک په نامه لږکۍ ټولنه اوسي.

خبریالان وايي، دا څرګنده نه ده، چې دغه برید د چا لخوا شوی، خو شعيه ګان په تېر کې د سني وسله والو لخوا تر بریدونو لاندې راغلي دي.