څېړنه: د نړۍ ۳۰ ميليونه وګړي غلامان دي

په نړۍ کې د غلامۍ د کچې د ارزونې په اړه یوه تازه څېړنه وايي، چې کابو دېرش میلیونه وګړي د غلامۍ په حالت کې ژوند کوي.

په ۲۰۱۳ کال کې د غلامۍ د کچې د ارزونې په نامه دغه رپوټ کې راغلي، چې په هند کې کابو ۱۴ میلیونه وګړي د غلامۍ، پور تړاو او جبري کارګرۍ په حالت کې ژوند کوي.

خو د دغه رپوټ له مخې دا ستونزه په موریتانیا کې تر ټولو زیاته ده، چې څلور سلنه وګړي یې د غلامانو په توګه ژوند کوي.

د دغه رپوټ له مخې، د غلامۍ پر وړاندې حکومتي غبرګونونه یو شان نه دي.

دغه څېړنه د استرالیا د واک فري بنسټ لخوا تر سره شوې چې یوه غلامۍ ضد ټولنه ده.