م. م: د کېمياوي وسلو له منځه وړل نيمايي شوي

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي اداره وايي، د سوریې د کیمیاوي وسلو د پلټنې او له منځه وړلو کابو نیمايي کار یې بشپړ کړی دی.

خو دغه ډله وايي، چې د دوی کار د امنیتي اندېښنو له کبله له خنډونو سره مخامخ دی.

د دغې ادارې یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، د دوی پلټونکي هغه مهال له یوه ټاکل شوي سفره بېرته راګرځېدو ته اړویستل شول، چې د خوندیتوب د ډاډ په تر لاسه کولو کې پاتې راغلل. خ

و دغه ډله وايي، تر اوسه پر شوي پرمختګ په ټولیز ډول خوښه ده.