د استراليا اور سلګونه کورونه سوځولي دي

د اسټرالیا په نیو سوت ويلز ایالت کې اور لګیدنې یو کس وژلی او داسې ګمان کیږي، چې سلګونه کورنه یې سوځولي دي.

چارواکي وايي، په ځینو ځایونو کې لاهم اور تر کنټرول لاندې، نه دي راغلی.

تیره شپه زرګونه کسانو د هغه ځای په خالې کیدو تیره کړه، چې اور په کې لګیدلی دی.

د اور دودونه د سیډني له ښاره هم په ځینو برخو کې لیدل شوې دي.

د اور ځای ته ۲۰۰۰ اور وژونکي رسیدلی، خو لا هم اور په کنټرول کې نه دی او د مالي زیانونو کچه هم نه ده روښانه شوې.