سنوډن وايي روسيې ته يې اسناد نه دي ورکړي

د امریکا د استخباراتو تښتیدلي مامور ایډوارډ سنوډن، دا رد کړې چې ګنې، په پټه يې روسیې ته د امریکا اسناد ورکړې دي.

ښاغلی سنوډن ته روسیې پنا ورکړې ده.

له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې، ښاغلي سنوډن ویلي، کله چې دی په هانکانګ کې و، نو ټول اسناد یې خبریالانو ته ورکړې وو.

نوموړي ويلي، روسیې ته د اسنادو ورکول یې د خلکو په ګټه نه و او وايي د چین د استخباراتو په اړه د ده مالوماتو، د امریکا اسناد د چین له جاسوسانو خوندي وساتل.