په هند کې زهرجنو شرابو ۲۹ کسه وژلي دي

د هند په شمال کې پولیس وايي ځايي جوړ شویو زهرجنو شرابو لږ تر لږه ۲۹ تنه وژلي او لسګونه نور یې ناروغ کړي دي.

چارواکي وايي د پنجشنبې په ورځ یو زیات شمېر کسانو په اوترا پردیش ایالت کې خوسا شراب څښلي وو.

د دې شرابو له څښلو وروسته دا کسان ناروغ شوي او روغتون ته وړل شوي، خو لږ تر لږه نهه ویشت تنه یې مړه شوي دي.

له پنځوسو زیات کسان لا هم ناروغ دي او د دې ناروغانو له ډلې ځینې یې ړانده شوي دي.