د سعودي پرېکړې دپلوماتان هک پک کړي دي

په ملګرو ملتونو کې دپلوماتان د سعودي عربستان هغې پریکړې هک پک حیران کړي چې له مخې یې په امنیت شورا کې یې خپل غړیتوب نه دی منلی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي په امنیت شورا کې یې موقت غړیتوب چې د یو لړ هڅو په پایله کې یې تر لاسه کړ، ځکه ونه مانه چې دغه شوار د سوریې او نورو شخړو په هوارولو کې پاتې راغله.

سعودي عربستان ویلي د ملګرو ملتونو سازمان باید اصلاح شي، روسیې د سعودي عربستان دا ګام د حیرانتیا وړ خبره بللې خو فرانسې بیا د سعودي عربستان ناهیلي په ځای بللې.