مصر کې چاودنې څلور سرتېري ټپيان کړي

د مصر په اسماعیله ښار کې د پوځي استخباراتو یوې ودانۍ ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې.

چارواکي وايي د چاودنې پایله کې لږ تر لږه څلور عسکر ټپیان شوي دي.

د چاودنې له کبله د ودانې یوه برخه ورانه شوې او دغه ځای ته څېرمه ولاړو ګاډو اور اخیستی.

د چاودنې ځای سویز کانال ته نژدې پرته سیمه کې دی.

د اسماعلیه ایالت والي احمد القصاص وايي، دا یوه معجزه وه، ځکه هېڅوک په کې نه دي وژل شوي.