قاهره کې وسله والو درې مسيحيان وژلي دي

د مصر په پلازمېنې قاهره کې هغه مهال د یوې اته کلنې ماشومې په ګډون درې کسان ووژل شول، چې موټر سایکل سپرو وسله والو د یوې قبطي مسیحي کلیسا په مخکې د واده په مراسمو ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې وسله والو په ګېزا سیمه کې له کلیسا نه په راوتونکو خلکو مخامخ ډزې کړې دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دغه پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي هم دي.

د مصر قبطي مسیحیان د هغو اسلامپالو اورپکو تر بریدونو لاندې راغلي، چې دغه کلیسا په جولای میاشت کې د ولسمشر محمد مرسي د واکمنۍ په ړنګولو کې په لاس لرلو تورنوي.