د قذافي ښځه د خپل مېړه ورک جسد غواړي

د لیبیا د پخواني واکمن ډګروال قذافي مېرمنې د نوموړي له وژل کېدو دوه کاله وروسته د ده د مړي د ځای ځایګي په اړه مالومات غوښتي دي.

صفیه فرکاش چې اوسمهال له هېواده دباندې اوسي، دغه غوښتنه د یوه لیک په ترڅ کې کړې، چې د روسیې غږ ورځپاڼې لخوا خپور شوی دی.

د لیبیا دښته کې د ډګروال قذافي پر کاروان د ناټو ځواکونو له خوا برید شوی چې وروسته د یاغیانو لخوا ونیول شو او تر وژلو وروسته یې په یوه پټ ځای کې ښخ کړ.